ملي امنیت ځواکونو خوګیاڼو ولسوالۍ کې شپني عملیات کړي

د ملي امنیت ځانګړې صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ بیټنۍ سیمې اړوندو کې عملیات ترسره کړي، چې د طالبانو د یو سرګروپ په ګډون پکې پنځه تنه وژل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، چې د عملیاتو پر مهال یو عراده د پولیسو رینجر موټر چې وسله والو طالبانو ترې موټر بم جوړ کړی و هم لمنځه وړی او همدا رنګه دوه بابه د مهماتو ډیپو چې مختلف النوعه مهمات، چاودېدونکي توکي او درې عرادې موټر سایکل هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي او هملته په سیمه کې لمنځه وړي دي.

وړمه شپه هم ملي امنیت ځواکونو د یادې ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې شپني عملیات کړي وه، چې دوه تنه وسله وال طالبان پکې وژل شوي وه او یو تن یې له وسله والو سره د اړیکو په تور نیولی وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړي.