ملي امنیت ځواکونو لغمان کې د وسله والو طالبانو سرګروپ نیولی

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، چې د ملي امنیت منسوبینو د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د وسله والو طالبانو د قوماندان زرقاوي ډلې یو سرګروپ رحمان الله نیولی دی.

د دولتزي په خبره چې له نیول شوي طالب سرګروپ سره یو میل کلاشینکوف، شاجورونه، د راکېټ مرمۍ او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي دي.

یاد سرګروپ په یو ویډیویي کلېپ یا غږ کې په خپل وسله وال فعالیت اعتراف کړی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، چې نیول شوی کس د نورو څېړنو لپاره اړوندو کشفي ادارو ته سپارل شوی دی.