ملي امینت شورا د وسله والو طالبانو اعلامیې ته غبرګوم ښودلی

وروسته له هغه چې وړمه ورځ وسله والو طالبانو امریکا او افغان چارواکې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې شوې هوکړې څخه په سرغړونه تورن کړل د ملي امینت شورا یې په غبرګون کې تازه ویلي چې د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه به بې ځوابه پرېنږدي.

د ملي امینت شورا ویاند جاوید فیصل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغان ځواکونه له تیرو څو اونیو راپدېخوا دفاعي حالت کې دي، خو په وینا یې چې د وسله والو طالبانو بریدونه به د افغان سولې بهیر ته زیان ورسوي.

د فیصل په وینا چې په زابل او بدجشان ولایتونو کې به د وسله والو طالبانو برېدونه بې ځوابه پاتې نشي او د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي، ترڅو وسله وال طالبان دې ته موتوجه کړي، چې د سولې په لور ګام پورته کوي او که خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

هغه زیاتوي، چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د بندیانو د خوشې کیدو په اړه خبرې رواني دي، خو طالبان باید تاوتریخوال کم کړي او سولې ته خپله ژمنتیا وښایي.

ملي امینت شورا داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې وسله والو طالبانو تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې امریکا او همکارانو یې له امریکا سره د وسله والو طالبانو له شوې هوکړې سرغړاوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګیټ هم په خپله ټوېټر پاڼه د وسله والو طالبانو دې اعلامیې ته په غبرګون کې لیکلي وو، چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او د وسله والو طالبانو ادعا ناسمه ده.

د نوموړي په وینا، چې که وسله وال طالبان پر افغان ځواکونو برید وکړي دوی به یې دفاع وکړي.