ملي دفاع وزارت وايي،په یوشمېرولایتونوکې ۴۱ وسلوالوته مرګ ژوبله اوښتې

ملي دفاع وزارت وايي، د هلمند په واشیر، د نیمروز په خاشرود، د فاریاب په خواجه سبزپوش، د خوست په صبریو او د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي ۳ تنه ټپیان او ۷ تنه ژوندي نیول شوي دي.

د یاد وزارت د چارواکو په وینا په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.