ملي دفاع وزارت وايي، په فاریاب ولایت کې ۷۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

له یاد وزارت څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي، چې تر دا مهاله په کې د لوړ پوړو قومندانانو په ګډون د وسله والو طالبانو ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي ۴۰ تنه ټپیان او ۱۰ تنه ژوندي نیول شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله د عملیاتو پر مهال افغان هوايي ځواک د بلچراغ ولسوالۍ په حمام چشمه سیمه کې هوايي بریدونه هم تر سره کړي.

د یادولو وړ ده چې افغان ځواکونو د فاریاب د بلچراغ ولسوالي پرون سه شنبه د وسله والو طالبانو وروسته تر هغې ونیوله، چې له تېر یوه کال راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه.