ملي لوبډله د چمتو والي په موخه هند ته د تمريناتو لپاره ولاړه

د افغانستان ملي لوبډله چی په ۴۴ لوبغاړو مشتمله وه تېره ورځ هند ته د تمريناتو په موخه سفر درلود.

دغه لوبډله د هندوستان بنګلور ښار ته ولاړه چې هلته به د ايرلينډ لوبډلې پر وړاندې سيالۍ او نړيوال جام ته چمتو والي لپاره تمرينات ترسره کوي.

د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوريزو، پنځه يو ورځنۍ او يو ټيسټ سيالۍ د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې لخوا د جنوري مياشتې په ۱۹مه نېټه د تمريناتو لپاره د نړيوال جام او ايرلينډ پر وړاندې د سياليو په موخه ۴۴ لوبغاړي د تمريناتو لپاره غوره کړل.

له تمريناتو وروسته به کرېکټ بورډ ۲۰ لوبغاړي د ايرلينډ پر وړاندې سيالۍ لپاره غوره کړي، دغه سيالۍ به د فروري مياشتې په ۲۱مه نېټه پېل او د مارچ تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.