ملي لوبډلې درېیمې لوبه کې حیرانونکې ماتې وخوړه

تیره ورځ د افغانستان او زمبابوي تر منځ د پنځو یوې ورځنیو سیالیو دریېمه لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې زمبابوي څخه په ۳ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه زمبابوي لوبډلې وگټله او توپ وهنې پرېکړه يي وکړه چې ملي لوبډلې پیاوړو توپ اچونکو چټکو وېکېټو اخیستلو سره زمبابوي ته د ستر هدف ټاکلو فرصت په لاس ورنکړ.

د افغانستان لپاره لومړۍ وېکېټه فرید احمد واخیسته او له هغې وروسته د گلبدین نایب چټکو وېکېټو د زمبابوي لوبډلې له سخت فشار سره مخ کړه.

زمبابوي لوبډلې ۳۲.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د موسکنډا او والر پیاوړې ملگرتیا په مرسته ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

د زمبابوي لپاره موسکنډا تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و. نوموړی په ۷۴ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې. والر هم په ۴۵ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۶ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

ملي لوبډلې لپاره گلبدین نایب تر ټولو زیاتې وېکېټې واخیستې. نوموړی خپل ۶ اورونو کې یوازې ۲۷ منډو ورکولو سره څلور وېکېټې واخیستې.

راشد خان خپل ۵.۴ اورونو کې ۲۹ منډو ورکولو سره ۳، فرید احمد خپل ۶ اورونو کې ۲۰ منډو ورکولو سره ۲ او محمد نبي خپل ۷ اورونو کې ۲۶ منډو ورکولو سره یوه وېکېټه واخیسته.

امیر حمزه خپل ۸ اورونو کې یوازې ۲۱ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و خو د وېکېټې په اخیستلو بریالی نه شو.

د افغانستان لپاره توپ وهنه محمد شهزاد او نور علي ځدران پیل کړه خو نور علي ځدران د دوهم اور په لومړی بال له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه چې له هغې وروسته رحمت شاه د توپ وهنې لپاره د لوبې ډگر ته ووت.

د افغانستان لپاره اصغر ستانکزی او سمیع الله شینواری تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړي و او پاتې ټول توپ وهونکي له ځانگړو منډو جوړولو پرته د زمبابوي د توپ اچوونکو ښکار شول.

په ځانگړی ډول وروستي پنځه لوبغاړي په ډېرو لږو منډو وسوځېدل او د ملي لوبډلې د لومړۍ ماتې لامل شول.

ملي لوبډلې ځوابي توپ وهنې کې ۲۹.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۶ منډې جوړې کړې او په دریو منډو يي ماتې وخوړه.

د افغانستان لپاره اصغر ستانکزی په ۳۳ توپونو دریو څلوریزو په مرسته ۳۱، سمیع الله شینواری په ۴۷ توپونو یوې څلوریزې په مرسته ۲۹ او محمد شهزاد په ۱۷ توپونو دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي ول.

نور علي ځدران صفر، رحمت شاه ۱۰، گلبدین نایب ۱۶، محمد نبي ۱۱، نجیب الله ځدران صفر، راشد خان ۲، امیر حمزه ۲ او فرید احمد صفر منډې جوړې کړې.

د زمبابوي لوبډلې لپاره چېتارا، ویلیمز او مپوفو درې درې او نگراوا یوه وېکېټه واخیسته.