ملي مدیریت/عبدالغفور لیوال

 

نو، دد ې دواړو کلېمو سره یوځای کول به نادره پېښه درته وبریښي. ( ملي ) مفهوم په سیاست پورې تړلی او ( مدیریت ) یو تخنیکي ـ اداري مفهوم دی. خو کیسه دهمدې دواړو مفاهیمو له سره یوځای کېدو څخه راپیدا شوې ده. بریالي او ستراتيژیست سیاستوال یاسیاسي بنسټونه، دخپلې هرې کړنې، اقدام او عملي پروسې لپاره اول په خپلو مخاطبانو کې انګېزه رامنځته کوي، بیا دهمدې ټولیزې ( جمعي) انګېزې مدیریت کوي، انګېزه داسې لوري ته رهبري کوي، چې پر مټ یې خپلې موخې ته ورسېدلای شي.

که ستراتیژي اودهغې لپاره انګېزه ملي وي او دیوه ملت خیر ښېګڼه په کې نغښتې وي، نو د داسې انګېزې مدیریت ته ملي مدیریت ویلای شو، چې د یوه ملت احساسات او سیاسي شعور بېرته ددوی د خیر ښېګڼې لپاره رهبري او وکارولای شي.

زما تاریخي مطالعه ښيي، چې موږ په خپل تاریخ کې دا څیز کم درلودلای دی. خوهرځل مو چې په کمزورې بڼه رامنځته کړی دی نو لویه ګټه مو ورڅخه پورته کړې ده.

دملي مدیریت یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې باید دټول بهیر ( فکر ، ارکان او عمل ) یې خپل وي، مانا پردي په کې دخل ونه لري.

دهوتکي پاڅون پرمهال نومیالي میرویس خان هوتک دافغانانو پردي ضد احساسات مدیریت کړل او دلومړي ځل لپاره یې دیوه ملي حاکمیت بنسټ کېښود. ځوان احمدشاه بابا هم دخپلې زمانې ولسي انګېزه او پراخ ملي احساسات مدیریت کړل او موډرن افغانستان یې رامنځته کړ. خو ترټولو عصری او بریالی ملي مدیریت د مشروطه غوښتونکي نهضت په ( فکري او عملي ) نوښت ترسره شو. په خلکو کې انګریز ضد احساسات یې داسې رهبري او مدیریت کړل، چې هم یې سیاسي استقلال وګاټه او هم یې دهېواد لپاره د یوه معاصر، موډرن او له هره اړخه پرمختګپال نظام تاداو کېښود. ترهغه راوروسته بیا تر نن پورې موږ بریالی ( ملي مدیریت ) نه دی درلودلای، ان د شوري یرغل پر وړاندې مو هم د ملت قرباني، را ولاړېدنه، احساسات او حماسه مدیریت نه شول کړای، چې پایله یې پر ( افغان ) د ( افغان ) دټوپک چلېدل او دهېوادوال په لاس دهېواد ورانول و. په دې کې لوی لاس دپردیوهم و، ځکه د جګړې پټ خو اغېزمن مدیریت پردیو کاوه اوپردي په خپلو ګټو پسې راغلي وو. دا کیسه تر ننه روانه ده. موږ لاهم د خپلو خلکو د سپېڅلیو، وطنپالو او ملي انګېزو، احساساتو او ولولو د مدیریت په چل نه پوهیږو او هرکله چې له دغه ستر ځواک څخه غافل شو، نو پردي په خورا پېچلیو تکتیکونو راننوځي؛ زموږ ولولې او احساسات دخپلو اهدافو په ګټه او د ځان لپاره مدیریت کړي، هماغه ده چې ( ګټه ) دوی وکړي او قرباني موږ شو، هدف ته دوی ورسیږي او وینې زموږ وبهیږي.

په همدې ورځو کې زموږ د ملت احساسات د شریرو او ورانکاریو ګاونډیو په وړاندې تر بل هروخته زیات راپارېدلي دي، ولس په هرڅه پوهېدلی دی، ښه پر دې خبر دی، چې څوک يې وژني او ولې یې وژني؟ د ولسي شعور کچ دومره لوړ شوی دی، چې نورنو څوک دخلکو له سپېڅلو عقیدو او دیني باورونو څخه دخپلو اهدافو لپاره په ډېره سختۍ او لوړ قیمت ګټه پورته کولای شي، هو! خلکو یوګام مخ پروړاندې ایښی دی او دخپل هېواد او ملي ارزښتونو دساتنې لپاره لاپسې سره نږدې شوي دي، خلک دې ته حاضر دي، چې قومي ټېکه داران او ژبني ـ هویتي سوداګر له منځه وشړي، خلک راویښ شوي دي او دخپلو قاتلینو او وژونکیو څېرو ته لاړې ورتو کوي، غله او غاصب تش په نامه مشران یې هم پېژندلي دي او زړو شعارونو ته یې هم ( نه ! ) ویلي، چې رالنډه یې کړم؛ په خلکو کې دهېواد جوړوونې او دمغرضو پردیو په وړاندې دکرکې احساسات او انګېزې تر هر بل وخت ډېرې پیاوړې شوې دي، خو د ( ملي مدیریت ) د تشې یا کمزورۍ ستونزه لاهم پرځای ده. لاهم داسې سیاسي ـ ملي مشرۍ ته د ( آب حیات ) په څېر اړتیا ده، چې دخلکو اوسنی شعور، ویښتیا، ولولې، اینرژي او ګډې انګېزې د یوه پیاوړي، خوندي، پرمختللې، ودان او هوسا افغانستان رامنځته کولو لپاره مدیریت کړي.

دا مدیریت باید موږ په خپله رامنځته کړو، خو څنګه ؟

شل میلیونران لاهم دخپل خونړي او دودیز اقتدار ددوام لپاره هویتي ـ قومي وسله کاروي، همدې شلو ميلیونرانو دهرقوم لپاره یو مړ یا ژوندی بُت دکوشني قومي هویت دسېمبول په توګه په بر سر کې ایښی او خپل پلویان یې سجدې ته وربولي. میلیونران پخپله پر دې بُتانو عقیده نه لري، خو دهغوی د وجود له برکته ځان تغذیه کوي، مړه بُتان دلنګې غوا په توګه رالوشي او ځان یې په همدې کوشنۍ دایره کې رانغاړلی دی. دملي مدیریت رامنځته کېدو اول ګام دادی، چې دا کوشنۍ دایرې ماتې شي او د ټول افغانستان لپاره دخیر ښېګڼې او ریښتینې ( ملي ګټې ) تفکر رامنځته شي.

د ( ملي مدیریت ) ځانګړنه باید په دې توګه خلکو ته معرفي شي : هرهغه سیاسي اقدام چې ګټه یې ټول افغانستان او هر افغان انسان ته رسېدلای شي. ملي مدیریت دټولو افغانانو له ځواک څخه ګټه اخلي،چې د ټول افغانستان زمکنۍ بشپړتیا وساتي. ملي مدیریت افغانستان له پاکستان ، ایران او بل وبل څخه ساتي، نه داچې پښتون له هزاره څخه وساتي او تاجیک له ازبکه ، یا تورکمن له نورستاني څخه .

دملي مدیریت شعور له همدې ځایه پیلیږي، چې زما ستر هېواد یا ملي هویت ته ګواښ، بدخشاني شغني یا غوري ایماق نه دی، بلکې ګواښ دپنجاب او قُم پراختیاغوښتونکی هژمون دی.

ملي مدیریت موږ ته وايي : دکابل دغرب اوسېدونکی له ختیز کابلي څخه مه ساتئ، بلکې د (سلما) بند دګاونډي له بمونو څخه وساتئ. ملي مدیریت له موږ څخه غواړي، چې دخلکو احساسات او اینرژي پر ټول افغانستان دراګرځول شوي حلقوي سړک په بشپړولو کې وکاروو، نه د تکیه خانې او جومات په جګړه کې.

دتشخیص اسانه ترازو همدا ده، چې دسیاستونو ګټه چا ته رسیږي ؟ که ګټه یې ټول افغانستان ته رسېدله نو پوه شئ، چې سیاست ( ملي ) دی. که نیمه ګټه یې کوم کوشني هویتي اقلیت اونیمه نوره یې کوم ګاونډي ته رسېدله نو پوه شئ، چې دا له بهره رااستول شوې سیاسي اجندا ده.

( ملي مدیریت ) د ملي یووالي تکراري، سوليدلي او کرکجن شعارونه نه دي، چې هره ورځ یې له دروغجنو سیاستوالو څخه اورو، بلکې دداسې عملي میکانیزمونو یوه بشپړه سنجول شوې مجموعه ده ،چې هېواد دبهرنیو لاسوهنو او ورانکاریو په وړاندې وقایه کولای شي. ملي مدیریت درې عملي ګامونه لري :

۱ـ دخلکو له توانمندۍ او پوهې څخه دسیمه ییز امنیت او ثبات په رامنځته کولو کې ګټه اخیستنه.

۲ـ له ولس سره په ګډه د هېواد دموجودو اقتصادي سرچینو تنظیم او دنویو سرچینو فعالول، چې وکړای شي دیوه ملي نظام او ولس اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

۳ـ د کړکېچونو او خپلمنځي شخړو د زمانې د زړو دودیزو تش په نامه رهبریو لرې غورځول او د (ملي مدیریت ) دمنطق پربنسټ دنوې رهبرۍ رامنځته کول او د ملي واکمنۍ په لیکوکې دهمدغې رهبرۍ ګومارل .

افغان مشروطه غورځنګ دا درې واړه ګامونه یوځای سره واخیستل، یوڅه چې پرمخ ولاړ ښکېلاک ونه شوزغملای او دیوه کوشني بُت په سیمه پال او شاتګپال اغتشاش یې راو پرځاوه.

له دې یادونې څخه مې موخه دا وه ، چې موږ د ملي مدیریت یو کم عُمره، خو بریالی موډل په خپل تاریخ کې لرو، نو ښايي چې ورڅخه زده یې کړو او د اوسنۍ زمانې له ټولو ځانګړنو سره یې په نوې او بیخي موډرنه بڼه یوځل بیا رامنځته کړو.

یاهو !