ملي نولس کلنه لوبډله آسیایي سیالیو په غوره لیګ کې ګډون کوي

د افغانستان ملي نولس کلنه لوبډله د ۱۹ کلنو آسیا په غوره لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه مالیزیا ته درومي.

دغه سیالۍ چې د مالیزیا په کولالمپور ښار کې ترسره کیږي، د افغانستان په شمول د مالیزیا، نیپال، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او کویټ ملي نولس کلنې لوبډلې په کې ونډه لري او د اګست په ۲۸ نیټه پیل د سپتمبر تر ۳ نیټې پورې به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ چارواکي وایي: د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي نولس کلنو لوبډلې بشپړ چمتووالي په موخه هراړخیز تمریناتي کمپونه په لاره واچول او ملي نولس کلنه لوبډله به له هره اړخه چمتو په سیالیو کې ګډون وکړي.