د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي وایي چې اوسمهال په دې ولایت کې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت ښه شوی او خلک په ارامه خپلې ورځنۍ چارې مخ پر وړاندې بیایي.
په ورته وخت کې امنیتي چارواکي ولسونو ته ډاډ ورکوي چې د امنیت د لا ښه والي په موخه به جدي هڅي وکړي.
زمونږ همکار زبیح الله شینواري د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د اوسني امنیتي وضعیت او د دې ولسوالۍ د اوسیدونکو د ستونزو په اړه د نازیانو له قومي مشر ملک هاشم سره خبرې کړې او په سرکې یې په نازیانو کې د امنیت په اړه تري پوښتنه کړې.
لاندې یې اوریدلی شئ.