ملګرتیا کې څلور مهم ټکي!

تاسو تل هڅه کړې او کوئ يې، څو یوه منظمه او ښه اړیکه ولرئ. له ښځې/ خاوند، کورنۍ، مور ـ پلار، ملګری/ملګرې او له هغه چا سره چې مینه ورسره لرې.
هو تاسو به تل په طبعي توګه د خپلو اړیکو د رغولو لپاره، قويتوب او دوام لپاره خپلې هڅې جاري ساتئ.
لومړۍ؛ تاسو د مقابل لوري درک باید ولرئ.
هر هغه کس چې ستا مخاطب دی، د هغه اړیکه ستا او ستا اړیکه هغه ته مهمه ده. تل د مقابل لوري عمل، نظر، ستونزه، خبره او پر تا انتقاد زغم او حوصله ولره او دا د درک مهمه برخه ده.
دوهم؛ هر وخت خپله خبره پر مقابل لوري ما تحمیلوه. که ته سل فیصده هم په دې پوهېږې، چې ته د مقابل لوري څخه په بشپړ ډول په حقه یې، خو بیا هم باید پر مقابل لوري خپله خبره په زور او د فشار په وسیله مه عملي کوه.
درېیم؛ د مقابل لوري سره یوازې د خوښۍ پر مهال ځان مه پاتې کوه، بلکې د غم، ستونزې او لاسنیوي پر مهال یې هرو مرو زیات تر څنګ واوسه.
څلورم؛ میانه رو واوسه. په اړیکه کې تر دې حده ما د ننه کېږه، چې یو وخت یې نه شتون درته ذهني ستونزه جوړه کړي.
خپله اړیکه په نیمه یي فیصدۍ سره پر مخ یوسه او دا اړیکه به دوامداره هم پاتې شي.
که پورته څلور شیان د خپلې اړیکې پر مهال عملي کړې، نو ستا دا اړیکه به د نړۍ د غوره اړیکو په قطار کې واوسي.