یاد سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر د یو څه مودې لپاره ځنډولی دی .
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخې کمېشنرۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د تورخم او چمن لارو د تړل کېدو له امله یې افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر ځنډولی دی .
اعلامیه زیاتوي، افغانستان ته یې له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو بهیر ځکه ځنډولی؛ څو په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدلو مخنیوی وشي.
د اعلامیې په وینا د تورخم هغې غاړې ته په خیبر پښتونخوا ، نوښار ، بلوچستان او کوټه کې د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدنې ټول مرکزونه تر نامعلومې نېټې پور تړل شوي دي.
وروسته له هغه چې په افغانستان او پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې .
دا په داسې حال کې ده چې لاهم تر دوه میلونو راجستر او نا راجستر شوي افغان کډوال په پاکستان دیره دي.