یکشنبه , 28 اپریل 2024

ملګرو ملتونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امینت شورا د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې د تایید لپاره هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د امریکا له لورې ورته وړاندې شوی وو.

د دغه پرېکړه لیک د تصویب په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې ملګري ملتونه د دغه پرېکړه لیک له لارې پر افغان دولت او وسله وال طالبانو غږ کوي تر څو د باور جوړلو هڅو ته دوام ورکړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته کښيني.

بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو پرسر جنجالونو د بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي ترکیب له ځنډ سره مخ کړی دی .

دغه وزارت زیاتوي، چې ولسمشر غني ورته ویلي ، له ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو افغان سیاسیونو سره په سلا مشورو بوخت دی او ژر به یو ټول شموله پلاوی اعلان کړي.

د باور جوړلو په موخه د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ شوې هوکړه کې ژمنه شوې، چې افغان حکومت او وسله وال طالبان به د دواړو لوریو بندیان خوشي کوي، چې په همدې موخه ولسمشر غني تازه د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاس لیک کړی دی .

زلمي خلیزاد هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ولسمشر غني د صادر شوي فرمان له مخې به د وسله والو طالبانو له لورې د ورکړل شوي لېست پر بنسټ د بندیانو د خشې کولو لړۍ د راتلونکې شنبې له ورځې پیل شي.

خلیلزاد همدا راز له وسله والو طالبانو او افغان حکومت هیله کړې، چې ژر تر ژره د قطر په دوحه کې بین الافغاني خبرو ته سره کښېني او په وینا یې، چې افغان حکومت ورسره منلې ده .

هغه پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې پرخپلو کړو ژمنو ودریږي، تاوتریخوالی راکم کړي ترڅو د بندیانو تبادله په سمه توګه تر سره او د سولې بهیر بریالی شي.