ملګرو ملتونو د سولې خبرو کې پرمختګ ستایلی

د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغان سولې په اړه ویلي، له طالبانو سره سوله به د ‘نړیوالې ترهګرۍ’ د ګواښ ختمېدو په مانا نه وي. بل خوا، ملګرو ملتونو د سولې خبرو کې پرمختګ ستایلی دی.

محب د دوشنبې په ورځ نیویارک کې جوړې شوې غونډې ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه به د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، “خو د دې مبارزې مسؤولیت یوازې د افغانستان پر غاړه نه دی او تلپاتې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.”

هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې په لګول شویو بندیزونو کې سازش رامنځ ته نه شي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو هم ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د ټاکنو بهیر او د سولې خبرو کې پاموړ پرمختګ شوی.