ملګري ملتونه:لوږه او قحطي په ۴هیوادونو کې۲۰میلیونه کسان په مرګ ګواښي

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د څانګې ریس وايي چې په ناجیریا، جنوبي سوډان، یمن او سومالیا کې د شلو میلیونو انسانو ژوند له خطر سره مخ دی. سټیون اوبراین وايي، چې د لوږې او قحطۍ له امله میلیونونه انسان له مرګ سره مخ دي او پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو یې غږ کړی چې له دغو هېوادونو سره د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وکړي.

اوبراین زیاته کړې په یادو هېوادو کې دجګړو او قحطۍ له امله خلکو له سختو ستونزو سره مخ دي او اوه میلیونه انسان په داسې یوه حالت کې ژوند کوي چې د خوړو لپاره هېڅ هم نه لري. هغه پر ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې په دې برخه کې دې هېڅ راز مرسته ونه سپموي او په دې توګه دې د عصر د تر ټولو ستر بشري ناورین مخه ونیول شي.