ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني

روسیه او امریکا وایي له وسله والو طالبانو سره د شوې هوکړي ملاتړ کوي خو د طالبانو اسلامي امارت په رسیمت نه پېژنې او په افغانستان کې بیا د امارت رامنځ ته کېدل نه غواړي.

د امریکا حکومت او روسیې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې افغاستان کې د سولې ټېنګښت او جګړې د پای ته رسېدو لپاره له افغان دولت ،سیاسونو اومدني ټولنو سره کارکولو ته ژومن دي ، له افغان حکومت سره به په سیاسي ،اقتصادي او نورو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي ، خو بیا ځلې د طالبانو اسلامي امارت رامنځ ته کېدل هیڅ کله نه غواړي .

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه او نړېواله ټولنه د طالبانو اسلامي امارت په رسميت نه پېژني او په افغانستان کې د امارت بیا رامنځ ته کېدل نه غواړي.

اعلامیه کې د بین الافغاني خبرو په ترسراوي ټینګار شوی او له افغانانو غوښتنه شوې چې د دواړو لوریو د اندېښنو د لمنځه ووړلو په موخه چې د بندیانو خوشې کول او د اوربند ټېنکیدل دي څومره ژر چې کېدای شي خبرې پیل شي .

دواړو هیوادونو همدا راز د بین الافغاني خبرو ترسره کېدو په هدف افغانستان کې د تاوتریخوالې په کمېدو هم ټينګار شوی دی .

که څه هم وسله وال طالبان وایي، چې د هوکړې له مخې د بین الافغاني خبرو تر پيلېدو دمخه باید د دوی ۵۰۰۰ بندیان خوشي شي، خو ولسمشر غني په وار وار له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو د مخامخ خبرو تر پیلېدو مخکې د طالب بندیانو خوشې کول رد کړي دي .

قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي که د هوکړې له مخې طالب بندیان ازاد شي دوی د مارچ پر لسمه بین الافغاني خبرو ته چمتو دي.