ملګري ملتونه ایراني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو غواړي له ایراني چارواکو سره پر افغان سوله او د سیمي پر روان وضیعت خبرې وکړي.

راپورونه وایي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشر تدامیچې یامماتو له ایراني چارواکو سره پر افغان سوله د بحث او خبرو لپاره په یو دوه ورځني سفر ایران ته تللی دی.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ویلي، چې تدامیچي یامماتو به پر افغان سولې سربیره له ایراني چارواکو سره د سیمې پر روان وضیعت هم خبرې وکړي.

بل لور یو شمیر سرچیني وایي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی.

نوموړی به کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغان حکومت له مشرانو او سیاسونو سره پرافغان سوله او په دې لړ کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې اترې وکړي .

داپه داسې حال کې ده چې یو شمیر سرچینو خبر ورکړی، چې د امریکایي لوري لخوا طالبانو ته د نویو وړاندیز شویو شرطونو له امله د وسله والو طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د خبرو په جریان کې ځنډ رامنځ ته شوې دی.