ملګري ملتونه: د نړۍ ۲.۲ ملیارده خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري

د نړۍ په کچه شاوخوا ( ۲.۲ ) ملیارده وګړي د څښاک د پاکو اوبو خدماتو ته لاسرسۍ نلري، پداسې حال کې چې ( ۴.۲ ) میلیارده خلک بیا د خوندي روغتیا ساتنې خدماتو ته لاسرسۍ نلري.

دا نوې سروې د د صحت نړیوال سازمان له لورې ترسره شوې ده.

برسېره پردې، نږدې درې میلیارده وګړي د نړۍ د لاسونو د مینځلو تاسیسات نلري.
سروې زیاتوي چې د ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې ( ۱.۸ ) ملیارده خلک پاکو اوبو ته لاس رسی لري چې دا شمېر خورا کم دی او د صحت نړیوال سازمان ته د منلو وړ نه دی.

“که اوبه پاکې نه وي، ژوند خوندي نه دی ځکه څنګه انسان کولی شي چې د پاکو اوبو نه لرلو سره انسان روغ صحت ولري، او په همدې ډول که چیرې تشناب ته لاسرسی برابر نه شي ژوند به د نورو خنډونو سره هم شي.
د یونېسف د آسیا برخې مشر ویلي دي “په بې وزلو او کليوالي ټولنو کې ماشومان او د هغوى کورنۍ تر ټولو زيات پاتې دي.”

نیلر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له حکومت څخه وغوښتل چې “په خپلو ټولنو کې پانګه اچونه وکړي که موږ دا اقتصادي او جغرافیوي ویشونه پلې کړو او دا اړین بشري حق هم باید تسلیم کړو.”

هرکال، د نس ناستې څخه د ۵ کلونو کم عمره ۲۹۷۰۰۰ ماشومان د ناکافي اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې کمزورو خدماتو له کبله مړه کېږي. کمزوری روغتیا حالت او ناولو اوبو سره مرسته د ناروغیو انتقالولو کې لکه کولرا، پیچز، هیپاتیت A سره پوره مرسته کوي.

ژباړن: محمد مبین هڅاند