ملګري ملتونه وایي، نوماندان دې د ټاکنو کمیسیون پرېکړې ته درناوی وکړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې نوماندان دې له وخت وړاندې د بریا اعلان نه کوي، دوی له ټولو نوماندانو غوښتنه کړې، چې قوانینو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړې ته دې درناوی وکړي.

دغه شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ولسواکۍ او دایمي پرمختګ لپاره یو مهم ګام و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ټاکنو په ورځ د افغانانو، د ټاکنیز بهیر د کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او ناظرینو زړورتیا ستایلې ده.

خبرپاڼه کاږي چې افغانانو له سختو امنیتي تهدیداتو سره سره په ټاکنو کې برخه واخیسته او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره هیله من دي.

امنیت شورا هیله څرګنده کړې، چې د ټاکنو کمېسیون دې شفافیت او قوانینو ته په کتو خپلې چارې مخ ته یوسي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسئولین وایي، د پاکو او تقلبي رآیو د جلا کولو لپاره روښانه تګلاره لري او هغه رایې به ونه مني چې له طرزالعمل سره سمې نه وي کارول شوي او رایه ورکوونکي په فزیکي ډول د ټاکنو مرکز ته نه وي ورغلي.

دغه نړیوال بنسټ پر نوماندانو هم غږ کړی چې قوانینو ته درناوی وکړي، هغه هوکړې عملي کړي چې له ټاکنو کمیسیون سره یې لاسلیک کړي او د کمیسیون پرېکړې ته د په تمه شي.