ملګري ملتونه : په ۲۰۱۷ م کال کې یې ۵۶ سوله‌ ساتي سرتېري وژل شوي

ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې له ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې دا د وژل شویو سوله‌ساتو سرتېرو د مړینې تر ټولو لویه شمېره ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي دي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې یې ۱۳۵ سرتېري، پولیس او ملکي مأمورین په ۱۵ سوله‌ ساتو مأموریتونو کې وژل شوي دي چې دا هم په تاریخ کې د پنځو کلونو په موده کې د سوله ‌ساتو سرتېرو د تلفاتو تر ټولو لویه شمېره ده.

د سوله‌ساتو سرتېرو ډېری دا تلفات په مالي، جنوبي سوډان او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې پېښ شوي دي.