یکشنبه , 28 اپریل 2024

ملیکا شیراوت: په مرډر فلم کې د بېباکه صحنو په ثبتولو په اخلاقي توګه خلکو وژلې وم

د بالي ووډ فلمونو مشهوره بېباکه اداکاره ملیکا شیراوت وايي، چې په باکس افس د هغې مشهور فلم (مرډر) کې د هغې بېباکه صحنو ثبتولو باندې سختې نیوکې شوې وې او په اخلاقي توګه خلکو وژلې وه.

نوموړې وايي، خو اوس د اداکارانو په اړه د فلم کتونکو فکر او نظریه بدله شوې ده او په دوی کې ډېر زیات بدلون راغلی دی. نوموړې وايي، په مرډر فلم کې په کار کولو په ما سختې نیوکې وشوې او زه یوه بد چلنده نجلۍ یاده شوم.

د یادولو ده چې ملیکا شیراوت په ۲۰۰۳ کال کې فلمونو کې کار پیل کړ چې لومړی یې په (خواهش) فلم کې کار وکړ او له هغه وروسته یې بیا په (مرډر) فلم کې کار وکړ.

 

په دې دواړه فلمونو کې ملیکا شیراوت ډېرې بېباکه صحنې ثبت کړې وې، چې د همدې فلمونو څخه هغه یوه بېباکه او له عریانیت ډکه اداکاره وګڼل شوه.

 

له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ملیکا شیراوت وویل، چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې چې په خواهش او مرډر فلمونو کې هغې څه کړي و، هغه اوس په بالي ووډ کې عامه او عادي خبره ده، د خلکو په فکرونو کې ډېر بدلون راغلی او سینما هم ډېره بدله شوې ده.

کاپي…