منصور سروري هم اسیایي سیالیو کې د افغانستان لپاره د برونزو مډال وګاټه

د اندونیزیا په کوربه توب روانو اسیایې اولمپیک سیالیو کې دویم افغان لوبغاړي منصور سروري هم د برنزو مډال ترلاسه کړ.

نوموړي په ۹۰ کېلو ګرامه وزه غېږ نیولو یا کورش سیالیو کې په لومړي پړاو کې خپل ایراني سیال، دویم پړاو کې قزاقستاني سیال، درېیم پړاو او کوارټر فاینل کې خپل ترکمنستاني سیال ته ماتې ورکړه او افغانستان ته یې د برونز مډال وګاټه.

منصور سروري له دې وروسته خپل ازبکستاني سیال سره په نیمه پایلوبه کې مخ شو، تر څو افغانستان ته د سپينو زرو مډال هم وګټي خو اوزبکستاني سیال منصور سروري په لس-صفر مات کړ او یوازې د برونز مډال یې په خپل نوم کړ.

له دې وړاندې په اسیایي اولمپيک سیالیو کې خالد هوتک په (ووشو) سیالیو کې د افغانستان لپاره د برونز مډال ګټلی و.

د اسیایي سیالیو په روان اتلسم پړاو کې د افغانستان په استازولۍ ۷۹ لوبغاړو ګډون کړی، چې له جملې په ځینو برخو کې یو شمېر لوبغاړو ماتې خوړلي او له دې سیالیو حذف شوي دي.

نصرت الله عمرزی