منظور د غزنوي او ابدالي د تورې شرنګ دی
منظور چې…!
منظور د يو زخمي قوم د غضب د خطر زنګ دی
منظور د يو ظالم غرور پر وړاندې ستر غورځنګ دی
منظور دی، د خوږلنو سترګو اوښکو ته لمنه
منظور پرارژلو زړو ته د درمل په څېر ور ړنګ دی
منظور د بورو ميندو ځوانيمرګو بچو ورور دی
منظور دقهريدلو ليونو ځوانانو ننګ دی
منظور د وخت د جبر د شاهۍ مراندې کړې سستې
منظور د ولسي پاڅون رهبر ،داسې ملنګ دی
منظور د پښتنو کلي کاله په کاله ګرځي
منظور ترې زلمي غواړي د حريت پر ناوې جنګ دی
منظور به د شهيد وزيرستان عظمت پر سر وړي
منظور په سره خولۍ کې د همدغو وينو رنګ دی
منظور به ورک زامن د پښتنو ميندو پيدا کړي
منظور له زندانو تر هديرو پوښتلی منګ دی
منظور د پښتانو د تاريخ درس لولي اغیار ته
منظور په ګونډو کړی بيا لښکر د وخت پيرنګ دی
منظور به د غوري د فتحو ړنګ څلي ولاړ کړي
منظور د غزنوي او ابدالي د تورې شرنګ دی
منظور به وي کامياب چې د طالب مخته رانشي
منظور به وي فاتح چې له صليب يې کړی څنګ دی
شاعر : الیاس فاتح