منظور پښتین وایي د زرګونه نادرکه شوو، پښتنو څرک دې معلوم شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستانی حکومت باید د هغو زرګونو لادرکه شوو پښتنو په اړه سپیناوی وړاندې کړي چې له کلونو راهیسې یې مړی ژوندی نه دی معلوم.

‌ پښتین د جمعې پر ورځ د بلوچستان په چمن کې یوې ولسي غونډې ته وویل، په پاکستان کې اته زره پښتانه بې درکه دي او برخلیک یې نه دی مالوم.

منظور پښتین وايي، دی او ملګري یې د حقونو غوښتنې لپاره میدان ته وتلي او نه پر شا کېږي.

په تېرو دوه اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په جلا ښارونو کې لویې ولسي غونډې کوي.‌ غورځنګ له دې وړاندې د نومبر په پنځلسمه د شمالي‌ وزیرستان په میرانشاه کې هم لویه غونډه کړې وه او پښتانه یې د خپلو حقونو غوښتلو په پار بېداره کړي وو.