یکشنبه , 28 اپریل 2024

منفي توب د انسان د مرګ لامل کېدای شي

د څېړونکو لخوا نوې تره سره شوې څېړنه ښيي، چې منفي ذهنيت لرونکي خلک زیات احتمال دی چې د زړه له ناروغۍ ومري.

دا څېړنه چې په دریو کلونو کې په ۱۳ زرو کسانو تر سره شوې، پکې راغلي ((هغوی چې پیاله نيمه تشه ګوري)) نسبت هغوی ته چې ((پیاله نيمه ډکه ګوري))، دوه چنده زیات امکان لري، چې د زړه پر ناروغۍ اخته شي او له همدې ناروغۍ ومري.

ډاکټران وايي، پیسيميزم يا منفي ګرايي، په ښځو او نارینه دواړو کې له زړه سره تړلې ناروغۍ پیدا کوي چې ممکن د انسان د مرګ لامل هم شي.

څېړونکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، چې اپټیميزم یا مثبت ګرايي څه اغېز لري. دوی وايي چې د مطالعې دا برخه يې لا پوره شوې نه ده؛ خو څه ډول چې په مثبت ګرایۍ کې هیله موجوده وي، نو معلومه خبره ده چې کله هیله موجوده وي، نو هغه ده چې ژوند ته د انسان تمه پیدا کېږي. هغه کسان چې په ورځني ډول په خپل ذهن کې افکار زیږوي، په خپله یو ډول ځان ته ژوند سختوي. خو مثبت ګرا خلک چې کله له ستونزو سره هم مخ کېږي، هڅه کوي چې ستونزې په خپله ګټه تمامې کړي.

لیکنه: حمیدالله حمیدي