چهارشنبه , 15 مې 2024

منیره یوسفزاده له یونس اهمقره عثمان اوغلو سره وکتل

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د تعلیماتو او پرسونل په چارو کې د دې وزارت مرستیالې منیره یوسفزاده په انقره کې د ترکیې د تعلیمات او پرسونل په چارو کې د یاد هیواد د دفاع وزیر له مرستیال ”یونس اهمره قره عثمان اوغلو“ او د دې هیواد د ښوونیزو مرکزونو له یو شمیر قوماندانانو سره وکتل.

دغه وزارت زیاتوي، پدې لیدنه کې د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسفزاده د ترکیې د دفاع وزیر له مرستیال سره د افغان زده کړیالانو لاسته راوړنې او ستونزې، د ترکیې په روغتونو کې د ملي اردو ټپیانو درملنه او د ښوونیزو ستراتیژیو د مرستې په دوام خبرې وکړې .

همدا راز په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ښونیزو برنامو او درملنې تړونونو په دوام ټنګار درلود.