مهاراشترا: شارخ خان په لانجه واوښته

د بالیووډ په باچا شارخ خان وروسته، له هغې د مهاراشترا د مقننه شورا غړی جاینټ پټيل په غوصه شو، چې د هغه لاره يې تړلې وه.

یو ویډويي کلیف ښيي، چې د مهاراشترا په البرګ کې شارخ خان له خپلې کوچنۍ کښتۍ په څنډه ولاړ دی او له خپلو مینوالو سره خبرې کوي. مینوال يې د خان د ۵۲ کلیزې په ویاړ ورته راټول شوي وه.

ویډو کې معلومیږي، چې د شارخ خان کښتۍ د یوې بلې کښتۍ لاره تړلې ده. هغه کښتۍ د مهاراشترا د مقننه شورا د غړي پټیل ده.

د پټيل په وینا، هغه غوښتل چې ممبيي ته لاړ شي. په داسې حال کې چې لاره يې د شارخ خان د کښتۍ له امله تړل شوې وه، په نوموړي زیات ناوخته شو.

ویډو دا هم ښيي، چې ښاغلی پټیل په شارخ خان سخت په قهر دی.

ویډو کې د پټیل غږ هم شته چې شارخ خان ته وايي: ((ته به سوپرسټار يې، خو ایا ټول البرټ تا په بیه اخیستی؟ ته دې ځای ته بغیر زما له اجازې ننوتلی هم نشې.))

د ښاغلي پټیل په وینا، چې دې د اداکار مینوال دی، خو اداکاران باید خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.