مهالوېش مو بریالي کوي

محمد اکبر حقمل

هر کس هره ورځ د ترسره کولو لپاره ډېر ډېر کارونه لري، خو څوک یې سم، منظم او د مهالوېش له مخې ترسره کوي او څوک یې ګډ وډ ترسره کوي، څرګنده خبره ده هغه کسان کوم، چې خپل کارونه د مهالوېش له مخې ترسره کوي هېڅ کوم کار نه ترې پاتې کېږي او که هرڅومره ډېر کار هم وکړي، خو نه ورسره ستړی کېږي ځکه، چې همدا ډول ورسره عادت شوی وي، هره ورځ یې همدا ډول کارونه ترسره کړي وي او دومره پیاوړی وي، چې د هر کار د ترسره کولو باور لري ځکه، چې له هېڅ کار څخه یې درېغ نه وي کړی یعنې تل یې ټول کارونه پرته له کومې نیمګړتیا څخه د مهالوېش له مخې ترسره کړي وي او د هېڅ کار له ترسره کولو څخه وېره نه لري، چې دا ډول ځانګړنې یې د بریا ضامین ګرځي او حتما به خپلو ټاکلو موخو ته رسېږي او بریالي کېږي به.

 

هغه کسان کوم، چې خپل کارونه د مهالوېش له مخې نه ترسره کوي د هغو کارونه ګډ وډ وي کله یو او کله بل کار ترسره کوي، چې د کار دا ډول ترسره کول یې ستړي کوي او بله دا خبره، چې د نن کار یې سبا ته پاتې کېږي د سبا کار یې بلې ورځې ته یعنې کارونه یې ورځ په ورځ پرې باندې ډېرېږي او ورته ډپ کېږي، چې دا یې پخپله د نابریالیتوب لامل ګرځي او بریا ته یې نه پرېږدي.

 

بریالي کسان لومړی موخې ټاکي د موخو له ټاکلو وروسته خپلو موخو ته د کار کولو لپاره داسې مهالوېش جوړوي، چې په خپل زړه خپلو موخو ته هر وخت، چې غواړي ورسېږي. دوی پوهېږي او وایي، چې که چېرې مو موخو ته د رسېدو لپاره پرته له مهالوېش کار وکړو نو ورته رسېدل به مو ستړي کړي او حتی ناشونی به راته ښکاره شي. نو څرګنده خبره ده، چې د ټولو بریالیو کسانو د بریا راز په دې کې، چې دوی د خپلو ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره مهالوېش جوړوي او د جوړ کړي مهالوېش له مخې یې ټول کارونه سرته رسوي او دا کار یې د بریا لامل ګرځي.