د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د افغانستان د سیاسي مصالحې لپاره امریکا ته پکار ده، چي د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره مهالویش اعلان کړي.
شاهین ويلي، هيله من يو چې په اووم پړاو خبرو کي به د ټولو مسایلو په اړه پریکړه وشي .
شاهین زیاتوي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع به د اووم پړاو مذاکراتو د اجنډا یوه مهمه برخه وي.