موخه مو جوړه او محدویت مو له منځه یوسئ!

ستاسو ټاکلو موخو ته د رسېدو په لار کې یواځینی خنډ خپل ځان ته د محدودیتونو کړۍ جوړول دي. محدویتونه مو آزاد ژوند ته نه پرېږدي او په یوه ټاکلي ځای پورې مو اړوندوي. محدودیتونه مو له پیاوړتیا، وړتیا، هوښ، استعداد او روڼوالي لرې ساتي او هرڅه مو بې ارزښته کوي. د محدودیتون د شتون په پایله کې به مو تل په ځان لورېنه او مهرباني کمه وي. کله، چې په خپل ځان لورېینه او مهرباني ونه لرئ او خپل ځان کم وشمېرئ، نو د خپل ځان لپاره به مو د موخې رسمولو وړتیا ونه لرئ او هغو موخو ته به مو هم ونه رسېږئ، چې تاسو یې پوره وړتیا لرئ.

کله، چې تاسو د خپلو هیلو او خپلې راتلونکې پالنه کوئ نو محدودیت پالنه به مو په خپله خنثی او له منځه لاړه شي. له تاسو سره باید تل دا فکر وي، چې ګواکي ستاسو پروړاندې هېڅ کوم محدودیت شتون نه لري. دا باید ایمان او باور ولرئ، چې تاسو د هرې موخې ترلاسه کولو پوره پوره وړتیا لرئ.

دا هېڅ ارزښت نه لري، چې تاسو د ژوند په کومه سطحه کې یاست، یواځې ددې فکر هرکلی وکړئ، چې ستاسو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ټولې اړینې اړتیاوې بشپړې دي او هر څه ته، چې اړتیا لیدل کېږي په هغې هم لاس بري یاست. باور ولرئ، چې ستاسو پروړاندې دا ډول هېڅ محدویت شتون نه لري، چې تاسو د باید کوم ډول خلک جوړ شئ، څه باید وکړئ او څه باید ولرئ. په هغه صورت کې، چې ستاسو پروړاندې کوم محدودیت شتون ونه لري، نو تاسو به ددې وړتیا ولرئ، چې خپلو ټولو موخو ته به مو په غوره او اسانه ډول ورسېږئ.

په خپل زړه کار وکړئ خپلې موخې ته مو ورسېږئ.

په هر ډول محدودیت مو باک مه راوړئ تر څو موخو ته د رسېدو په لاره کې مو د هېڅ ډول خنډ سره مخ نه شئ.

هرکله مو، چې په محدودیت باندې تمرکز وکړ نو د خپلو موخو لپاره به مو په خپله خنډ وګرځئ.

ژباړه محمداکبر حقمل