موخې وټاکئ، برياليتوب مو خپل دی

لیکوال: زین الله احمدي

هدف درلودل ژوند ته د دوام ورکولو لپاره دليل دی، بې هدفه انسان په ژوند مړی حساب دی. ټول انساني پرمختګونه لوی او کوچني اختراعات، طبي اکتشافات، تخنیکي لاسته راوړنې او سوداګريز پرمختګونه تر عملي کېدو مخکې ذهني جریانونه وو، اوسنی موجوديت یې کومه تصادفي پېښه نه ده، بلکې دا د هغو پوهانو د فکر برکت دی چې موخه یې د فضا فتح کول وو.

بې موخې ژوند بې مانا وي، مزل بې منزله وي، هيڅوک نه پوهېږي چې چېرته روان دی او ولې روان دی.

ډیویډ ماهوني وايي؛ «دا مهمه نه ده چي موږ اوس څه یو او چېرته یو، مهمه دا ده چې موږ چېرته ځو او څه تر لاسه کوو؟»

ډېر کسان له هدف او پروګرام پرته د ژوند د جريان پر سر لامبو وهي چې بې هدفه هڅې یې د نه بریالیتوب لومړی سبب دی.

طبیعي ده چې ژوند په یو ډول نه یو ډول تېرېږي، انسان هم ښایي د سمندر په شان چې یوه څنډه یې توپاني او بله ارامه وي، یوه ورځ خواشینی، غوسه او بله ورځ خوښ او هوسا وي، خو دا بیا د هر انسان یوازينۍ غوښتنه ده چې ټول ژوند یې له اندېښنو او خواشیني پرته تېر شي، د دې لپاره هدف ته اړتیا ده، تر څو د هغه څه را ته واضح شي چې رښتیا یې غواړو.

هدف موږ ته د ژوند لپاره منظمه تګلاره او ګټوره لارښوونه په لاس راکوي چې په منظم او ګټور خپل ژوند پرمخ یوسو، ځکه د ژوند هدفونه د کایناتو ډالۍ او انسان ته د هيلو بښونکي دي.

موخه د وخت مدیریت دی، ارزښت یې راته ښايي او د ژوند هره لحظه به زموږ په ګټه تېرېږي، خو بې هدفي وخت را وژني او هيڅ ځای ته نه شو رسېدلای.

بریا ته د رسېدو لپاره هم د موخو درلودل اړینه چاره ده، ځکه بریا خوښې ته د رسېدو په مانا ده او د ارامي او نېکمرغي په خوند هغه پوهېږي چې هدفونه یې معلوم وي.

ناپلیون هېل وايي؛ «د هدفونو روڼتیا یوازینۍ ځانګړنه ده چې د بریالیتوب لپاره یې لرل حتمي دي.»

که د بریالیو کسانو ژوند ته وګورو، هغوی کافي وخت په دې تېر کړی چې هغه څه تشخيص کړي چې په رښتیا یې غواړي او د باطني ارزښتونو سره یې همغږي وي، يانې هغوی هڅه کړې چې خپل رښتیني ارزښتونه روښانه کړي.

د انګرېزي ژبې متل دی؛ هغه کسان چې نه پوهېږي چې څه غواړي، هغوی له هر څه پاتې وي.

موږ باید هغه څه وکړو چې په رښتیا یې غواړو، ځکه ژوند تر هغه ډېر لنډ دی چې د اقتصاد په مرییتوب کې تېر شي.

د امریکا او نورو هېوادونو په ښوونځیو کي په اوونۍ کي يو ځل هغو زده کوونکيو ته چي عمرونه يې د اوو کالو په شاوخوا کي وي، په دې اړه پوهه ورکول کېږي چې څنګه په ژوند کې یوه ټاکلې موخه ولري.

هدف د انسان ظاهري حالت ته ښکلې بڼه ورکوي، کله مو چې موخه معلومه وي او تر لاسه یې کړو، زموږ فکر مثبت لور ته ځي او د خوښي احساس مو لا پیاوړی کېږي، هغه که هر څومره کوچنۍ هم وي.

د انسان فکر، احساسات، امکانات باید تیت او پاشلي نه وي، په یوه لوري متمرکز کول یې د لویو لاسته راوړنو لامل ګرځي، ځکه خو اړینه ده چې هدف ولرو او ټول ځواک مو په یوې خوا متمرکز وي.

عمرونه محدود دي، هرې خوا ته لاس اچول او د هر څه د تر لاسه کولو هڅې مو له هر څه بې برخې کوي، ښه دا ده چې خپلې اصلي غوښتنې مالومېاو لاسته راوړلو لپاره یې ټول ځواک وکاروو.

موخه زموږ ټول قوت ځان ته را اړوي، لکه څرنګه چې نور ذره بین ته متمرکز کېږي او یو تکی سوځوي، زموږ قوت یا انرژي هم داسې کار کولای شي.

زیاتره کسان چي موخه وټاکي او بیا د هغې لپاره کار وکړي؛ نو نوې انرژي ورسره اخلي، په خورا مینه لا زیات کار کوي، قوي او تندرست شي، غواړي ډېر څه تر لاسه او له خوښیو ډک بریالی ژوند ولري.

هدف مو هڅوي چې کارونه پر وخت او هره لحظه یوه لاسته راوړنه ولرو، په دې کار به مو خپل پرمختګ محاسبه کړی وي او د سترو لاسته راوړنو سوچونه به وهو.

بریالیتوب يانې موخې ته رسېدل، د موخې نه لرل د ماتې تضمین دی، بریالي انسانان تل موخې لري او د هغو لپاره پلان جوړوي.

نو هدف ولره چي مثبت فکر وکړې، هدف ولره، چي په غړيو کې دې حرکت پیدا شي، هدف ولره، چې ژوند درته خپل سم مخ راواړوي، هدف ولره، چې د شخصیت پرمختګ ته دې شور او شوق راوپاروي او هدف ولره، چې ژوند دې له محدودیت او محروميته ووځې او یو فعال انسان شې.