مورنۍ ژبه!

لیکنه: شفیق امیرزی

له هغه وړتیاوو چې انسان ته ورکړل شوې دي یو هم ژبه ده، ژبه د فکر سره مستقیمه اړیکه لري ژبه د فکر دشریکولو لاره ده.

په نړی کې ډول ډول ژبې ویل کیږي، انسان ته ښه ده چې په ډيرو ژبو پوه وي خو دا چې کومه ژبه یو څوک زده کړي دا تر دې پورې اړه لري چې کومو خلکو یې خپلې ژبې ته ډیرکار کړی دی هغه ژبې ې پر ویونکو یې ګرانې وي د نړی هر وګړي ته رسېدلې وي او ټول هڅه کوي چې هغه د یوې پرمختللې ژبې په توګه زده کړي.

په مورنی ژبه خبرې کول په مورنی ژبه لوستل د انسان له پوهېدو سره مرسته کوي ارواپوهان وايي چې د عمر په لومړیو کلنو(ماشومتوب) کې انسان کولی شي د ژبې ډير لغاتونه یاد کړي نو اړینه ده چې مور او پلار دې له خپلو اولادو سره په خپله ژبه خبرې وکړي ځکه دوی به د ژبې د اصطلاحاتو او لغاتونو ډيره زیرمه ولري. او په دې سره به وکولی شي چې په راتلونکې کې په ښه توګه لوستل او لیکل وکړی شي ډير کسان مې لېدلي دي چې په خپله ژبه یې زده کړې نه دي کړي ښه پوه دي خو خبرې چې کوې سل ځله دمه نیسي تر څو یې یوه کلیمه خولې ته جوړه شي.

د مورنی ژبې ارزښت په همدې کې دی چې د هغې په وسیله انسان خپل فکر ښه شریکولی شي او کولی شي خپل مالومات په ښه توګه په غوره الفاظو وړاندې کړي یوه مقوله ده چې وايي ښه فکر لرل مهم دي خو د ښه فکر وړاندې کول په ښه توګه تر هغې هم مهم دي.

په ۱۹۵۲ میلادي کال کې کله چې بنګلدیش نه وو خپلواک او شرقي پاکستان په نامه مشهور وو په داکه ښار کې د داکه پوهنتون محصلینو د دې لپاره لاریون وکړ چې ګواکې بنګالي د اردو تر څنګه د پاکستان رسمي ژبه وي.

د داکه طبي پوهنتون محصلینو په سوله یزو لاریونونو لاس پورې کړ. خو د دې لاریونونو په ترڅ کې پر هغوی د پولیسو لخوا ډزې وشوې، چې څو تنه یې ووژل.

د بنګلدیش تر خپلواکۍ وروسته د د هیواد په غوښتنه یونسکو د ۱۹۹۹ کال د نومبر ۲۱ چې د حوت د میاشتې له دوهمې سره سمون خورې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په نوم یاده کړه او د نړی په ګوټ ګوټ کې په بېلو بڼو لمانځل کیږي.

لکه د کتابونو وېشنه، په مورنی ژبه سندرې ویل، علمي کنفرانسونه او دې ته ورته نورې غونډې، د ملګرو ملتونو سازمان هم په ۲۰۰۸ کال کې مورنۍ ژبه ډيره مهمه وبلله او دا ورځ یې ورته ځانګړې کړه.