مورې!

له كومې ورځې چې مې ستا په پاكه او سپېڅلې غېږ ه كې دې پراخې نړۍ ته سترګې وغړولې له هماغې ورځې دې راته په خپله خوږه ژبه او خوږ اواز د ژوند رښتنې سندرې واورولې چې د هغو سندور ځينې تورې مې اوس په ذهن كې تاويږې چې په زلميتوب كې مې اوس هم ذهني ستړيا دمه كوي څومره خواږه وه ستا دسندورو هغه تېر لفظونه ((زارشم درنه ،لوږى شم درنه ،موردې مه مره اويا كله په مترنمه ژبه د اللو للو بچه اللو ،پشو راغله له بانډو ،

زما زوى داسې ويده دى لكه ګوډى درنجو اللو اللو بچيه اللو )).

يواځې داسې سندرې نه چې زه دې پرې ټول عمر خوبولى يم د خپلې غېږ په مدرسه كې راته دمينې محبت ،زړه سوي غيرت او قربانۍ درسونه هم راكړي په همدې لطف دې خپله تلپاتې مينه هم را وپېژندله ، هڅه دې كړې چې له خپلې خوږې ژبې مې هم برخمن كړى دادى نن زه ستا په سترو لوريينوستا په ژبه غږيږم ځكه چې نوموړى ژبه دې راته په ډېره خوارۍ ټكي په ټكي رازده كوله ما هم ستا دخوږې مينې له بركته ورته غوږ نيوه لكه ستا خوږه مينه چې مې زړه كې ساتله په همدې ډول مې ستا هرې خبرې ته په خپل دهن كې ځاى وركاوه ، تر څو لوى شوم او ښوونځي ته ولاړم .

ياد مې شي چې كله په لومړي ځل ټولګي ته ورننوتلم په ټولګي كې ټول زده كوونكي ماته زما همزولي ښكارېدل او يا كېداى شي همداسې به وو. ډېر زيات خوښ شوم. خو ولې د ښوونكي په لاس كى دلرګي په ليدلو ډېر خواشنى شوم داسې مې انګېرله چې نن دې په ښوونځي كې لكه چې اوله او اخره ورځ ده زه لا لدې كشمكش نه وم وتلى چې ورپام مې شو ګورم چې ښوونكي هغه لرګى چې لږ مخكې ترې ما وېره او زړه بدوالى محسوس كړى و د تختې پرمخ په هغوكښل شوو سپېڅلو كلمو كېښود تر څو د ناستو زده كوونكو پام نوموړو تورو ته ښه جذب كړي دتختې پرمخ كښل شوې كلمې داسې وې ((الف)) الله جل حلاله الله جل جلاله يو دى .

او محمد صلي الله عليه وسلم د الله جل جلاله رسول دى . كله چې به ښوونكي پورتني سپېڅلي توري په لوړ اواز زمزمه كول نوموږ به هم په لوړ اواز له ښوونكي سره خپل غږونه بدرګه كول دې ورځې او دوغوتورو يوځل بيا دمور خوږې غېږې ته بوتلم دا هغه درانه او قدرمن توري و چې خوږې مور به مې په همدې تورو زما كمكۍ ژبه په خبرو راوستله .چې نن د همدې تورو له بركته په بشپړه ژبه غږيږم ،په همدې مې له ښوونځي او ښوونكي سره دخپلې خوږې مور دمينې تر كچې مينه پيدا شوه ځكه چې ښوونكي په ښوونځي كې په هغه ژبه درس راښودلو په كومه مې چې مور راته په كمكيتوب كې را زده كړى و . مورې ما خو ځكه ستا خوږه او مينه ناكه ژبه ياده كړه چې تا سره مينه لرم او تا زما هر دردله نورو ډېرو ښه درك كړى .

فطرت دې زما په غم خوشالي او سوكالي كې شريك دى تا مې په پاللوكې هومره زيار كښلى دى چې ما دځان په اړه د داسې پالنې او نازونې خيال قدرى هم نه دى كړى . مورې خپل خوږ خوب چې په راتګ يې ډېر مينان د معشوقو په تمه او انتظار كې هم نه بايلى رانه زار كړى دى .ان تر دې چې دخولې مړۍ دې هم له ما بېله نده ګڼلې او تل دې له خپلې لوږى ړومبى زما په لوږه انديښنه ښكاره كړي . ولې زه ستا ددې ژور درك لمانځه ونه كړم ؟! ستا خوږه ژبه خپله ،او نوروته ورزده نه كړم ؟ ستا په هغې ژبې چې تا راته پكې د لومړي ځل لپار دمينې ژباړه كړې ولې زه پرې اوس دنړۍ ګوټ ګوټ ته ستا ژباړل شوې مينه ونه رسوم؟ خوحيف !!

مورې چې اوس زه ستا په راخودلې خوږې ژبې ګړيږم دنړۍ خلك مې ولې ګرم بولي مورې ! ماخو هېچاته بد نه دي ويلي او نه به چاته بد ووايم د يوې مور دژبې سپكاوى نه كوم ځكه چې زه تا له هر څه لوړه ګڼم ، او دهرې بلې مور قدرانيت مې هم ستا له مينې زده كړى زه چې تاسره مينه كوم كېداى شي چې نورو ته هم خپله مور ګرانه وي ګرانې كه ستا په راښودلې ژبې هر ډول ستونزې راپېښې شي خو بيا به دې هم راښودلې ژبه له ياده ونه باسم ځكه هوډ مې هم ستا له هغې ناكرارو شپونه زده كړى چې ماته به دې رڼولې تر هغه به نه ويده كېدلې تر څو چې به دې زه نه وم ويده كړى . ماته له هر څه ګرانې ! كه زه د ې هر څومره خدمت وكړم بيا مې هم خدمت ته دخدمت نوم نه شم وركولى .ستا عزت او قدر دنورو په عزت او قدر كې ګورم اودنورو قدر په همدې موخه كوم .

خو مورې سره له دې چې زه د نورو قدر كوم او دمينې لاس ور غځوم خو بيا مو هم په كراره نه پريږدي په يوه او بل نامه مو نوموي اوس ته اوويه مورې! چې له داسې خلكو سره څه وكړم . ددوئ په څېر چلند مې هم ستا داخبره دې ته نه پرېږدي چې وويل به دې :(( هغوئ چې هرڅه كوي ، كوي دي خو زويه ! ته ښه ورسره كوه او په خداى يې سپاره ! )

 

نور رحيم عاطف