ژباړه: استاد صابرشاه صابري
الف. واحده ساحه / یا بلاک سپآټ علاج: Single site/Black spot treatment
پدې ډول کړنه کې لاندې کارونه باید ترسره شي:
۱- هغه ساحه باید وپیژندل شي په کوم ساحه کې چې د متوسط تعداد څخه ټکرونه زیات وي.
۲- د ټکرونو نمونې باید وڅیړل شي او په پیژندل شي.
۳- هغه عوامل چې دې ټکرونو سبب ګرځي باید په ګوته شي.
۴- هغه حل لاري چې ټکرونو مخه په نیول کیږي باید پیشنهاد شي.
ب. عملي شیما په نظر کې نیول Considering of mass schemes
۱- د هغه پروګرام څخه استفاده کول نظر ساحي موقعیت یا د ساحي د تجربو څخه استفاده کول. مثلا په ډول د سړک سطحي باندي ښویدلو لپاره د سړک جوړښت تغیر کول.
ج. د لارې عملي پلانRoute action plan
د لارې په اوږدو کې هغه حل لارې باید برابري شي کوم چې د لوړه اندازه ټکرونو مخه نیسي
د مثال په ډول د موټرسایکلونو لپاره جدا لین په نظر کې باید ونیول شي چې څیړني ښایې ۴۰٪ ټکرونه مخه نیول کیږي او ۶۰٪ موټرسایکلو ډرایورانو ته سهولت برابر کیږي.
د. د ساحي پراخه شیما په نظر کې نیول Considering area wide scheme
دهغه وسایلو نصب کول د لارو په اوږدو کې کوم چې ټکرونو مخنیوي موثر تمامیږي لکه د اشارو سیستم او وغیره
د ټکرونو مخنیوي: Prevention of Accidents
ددې لپاره چې سړک مو ټکرونو مخه نیولي وي لاندې نقاط باید په نظر کې ونیول شي:
۱- د پیاده کسانو لپاره جدا لار سړک په څنګ کې برابرول.
۲- د اشارو منظم سیستم فعال کول په څلور لارو او ومهمو ځایونو کې.
۳- د موټر سایکلونو لپاره جدا لین په نظر کې نیول.
۴- د سړک څخه تیریدو لپاره هوایی او ځمکني لارو برابرول په ضرورت ځایونو کې.
۵- د سړک اوبو رد لپاره منظم میلان سړک ته ورکول
۶- د بس او سترو موټرونو لپاره جدا لینونه په نظر کې نیول
۷- د سړک طرحه انجنیري اصولو مطابق.
۸- سړک سطحه کې د skid resistance یا د ښویدلو ضد سطحه برابرول.
۹- سړک سطحه منظم ډول خطونو رسم کول.
۱۰- سړک کې یو موټر د بل څخه مخه ته کیدولو منظم نښانونو او لاینونو رسم کول.
۱۱- سړک سطحي د پاسه د رهنمایی لوحو نصب کول.
۱۲- د سړک سطحي د ډیزاین مطابق سرعت په لوحو لیکل او کنترول
۱۳- د انجنیري اصول مطابق د سړک ګولاییو ډیزاین
۱۴- د مخته کیدلو، بریک نیولو او وغیره فاصلو لیکل په لوحو باندي
۱۵- د بس او نورو موټرونو تام ځایونو په نظر کي نیول.
۱۶- د سړک سطحي په وخت سره ترمیم
۱۷- د موټر، تایرونو او نورو برخو په وخت سره ترمیم
۱۸- د ماشومانو موټر چلولو مخنیوي دولت په واسطه.
۱۹- عامه پوهاوي د ډریورانو.
۲۰- د معتادو چلوونکو مخنیوي