مولانا فضل الرحمان د عمران خان حکومت د ړنګولو وړاندیز وکړ

پاکستان کې د اپوزیسيون ډېری ګوندونه د چهارشنبې په ورځ د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد سره راټول شوي و، تر څو د هغه د حکومت پر ضد د پراخ لاریون لپاره مشورې وکړي.

دغه ګڼ ګوندیز کنفرانس چې د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کېږي، په کې د اپوزیسيون شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون درلود.

په دغه کنفرانس کې مولانا فضل الرحمان ټول ګوندي غونډې ته په پرانېستونکې وینا کې ویلي، چې د عمران خان حکومت د ټګۍ برګۍ له لارې راغلی او ړنګول یې غوره چاره ده.

مولانا فضل الرحمن غونډې ته وینا کې تور پورې کړ چې د عمران خان حکومت د ولس دښمنه بودیجه وړاندې کړې او هېواد کې ګراني اوج ته رسېدلې ده.