مونږ ولي وروسته پاتې یو!

سباوون ننګرهاری

وایې چه د نړۍ هیوادونه په دریو برخو ویشل شوي:

۱ ـ پرمخ تللي.

۲ ـ مخ په ودې.

۳ ـ وروسته پاتې.

لویدیځ میشته هیوادونه دوروسته پاتي،جاهل او دمخدره موادو قاچاقبران لنډه داچه کوم نوم ورته بد تر سترګو شوی هغه یې په مونږ ختیځ میشته هیوادونو تپلی او بالآخره مونږ.دټولو بدبختیو سرچینه ګڼي.

خو بل اړخ ته بیا دخپلو خوښیو ،رفاهې کارونواو دخپلو هیوادونو دښیرازئ لپاره همدا مونږ دبشرې ځواک په بڼه کاروي چه ګټه یې دوی اخلې مونږ هسې لکه دماشین پرزې استعمالوي!!

زمونږ دهیوادونو یو زیات شمیر اتباع په کلنو کلنو هلته خپله غوښه او هډوکي اوبه کړي تر څو په بدل کې یو څو ډالره تر لاسه او دخپلې کورنئ نفقه یې کړي.

دالړۍ بیا په همدې خبره پای ته نه رسیږي بلکه کله چه همدا بشرې قوه له کاره ولویږي مانا داچه دبوډا توب ګودر ته ورسیږي ،بیا خپله پانګه راټوله او هغه ددې لپاره ولګوي څو خپل ځای ناستی بچی یا ورور یې په مټ دعلی البدل په توګه هلته دچوپړ لپاره ولیږې او دتیر په شان یو څو ډالرې یا یورو خپلې کورنئ ته وګټي ،داسلسله بیا همداشان روانه وي او نورو نسلونو ته انتقالیږې.

دا کیسه ډیره اوږده ده.

زه به یې رالنډه کړم او ددې په ظاهرې بڼه ګټه خو په باطن کې دټول ژوند تاوان لامل باندې به لیږ وغږیږو،چه داهرڅه ولې!؟

اومونږ څنګه وروسته پاتې یو!؟ او لویدځه نړۍ څرنګه پرمخ تللې اسباب یې څه دي؟ هغوی ولې مونږ.لوبوي؟

لنډځواب یې دادی چه دهغوی پړه نده.

هوکې هغوی یو کلتور لري چه کله یې هم په ټولنه کې کوم غړی دودې په مهال ولویږې یا ناکام شي،نو بیا یې دټولني هر غړی داوچتولو او بیرته په پښو درولو او دبري تر منزل رسولو لپاره په داوه طلبه توګه خپله ونډه اخلي او هر راز مرستي لپاره یې ډګر ته دانګي او تر څو یې چه هغه خپل منزل ته نه وي رسولی دکرار ساه نه اخلې.

هغوی دایثار او قربانې اوترحم هغه ماده چه دمسلمان خاصه ده،خپله کړي؛ خو بل لور ته ددې برعکس زمونږ اوتاسو ختیځ میشتو هیوادونو کې دا دود او کلتور ګرځیدلی چه کامیاب وګړې پسې به تر هغو تخریب کوو تر ځو مو چه دبریا او هغه اوچت مقام څخه راغورځولی نه وي او بیرته مو دناکامې پرزې په بڼه ټولنې کې درولی نه وي،دازمونږ دوروسته والې او ناکامئ تر ټولو لوی او ستر لامل ګڼل کیږي!

درنو خوږو او قدرمنو لوستونکو دا چه دا موضوع څو نور اړخونه هم لري زه به ددې موضوع په هکله یو ځل بیا تاسو سره د زړه خواله کوم ان شاءالله.