موږ او خواله رسنۍ

لیکنه: حامد افغان

خواله رسنیو زموږ اکثره وګړي پر ځان بې باوره کړي او مختلفو ستونزو سره لاس و ګرېوان کړي دي! د خواله رسنیو کاروونکو ځینې حالات عجيبه وي، که کوم پوسټ یې زیات لایکونه او شیر ونه لري؛ خپه او ټمبه ناست وي. یوه دقیقه کې څو ځله خپله پاڼه تازه کوي چې نوي شیان وګوري. د نوټیفیکشن او اشعاراتو تڼۍ هر وخت تحدیث او ریفریش کوي چې وګوري کوم لایک مایک او تفاعل خو نه دی شوی. بیا میسنجر ته منډه کړه پيغامونه وګوره او د هغو ځوابونو ته بېرته شه او…

نورو سره بحثونه، سیاسي لانجې او جنجالونه، د غلو او قاتلانو ستاینې او غندنې یعني خپل همفکره مشران که غله او قاتلان وي هم ستاینه یې کوي او د نورو هغه غندي، د جینکیو په نوم ایډيګانې جوړول، جینکیو پسې منډې وهل، میسنجر باندې زنګونه او مجلسونه، کمنټونو کې ورته سپی سپی او دووس دووس کېدل او داسې نور پرېمانه حماقتونه، عبثیات، چټيات او جرمونه چې زموږ عام مخلوقات! او خصوصاً ځوانان مو پرې بوخت دي.

دا لړۍ شپه ورځ په ساعتونو ساعتونو روانه وي، خوراک او څښاک ته پوره وخت نه لري، کوروالو سره اړیکې په صفر ولاړې وي، کار او ژوند ته توجه نسته، د کار او ژوند په اړه ژور فکر او په مینه بوختیا له منځه تللې ده او ژوند ټول له نورو سره اړیکه، اړيکه او خواله، خواله ګرځیدلی! چې په پایله کې لومړنۍ خطرناکه ستونزه پر ځان نه باور رامنځته کېږي او له دې پرته نور زیات مشکلات او پرېمانه ستونزې.

تاسو باور وکړئ د یو چا دا ډول حالت سخته او خطرناکه روحي او رواني ناروغي ده، چې عاجل او دقیق علاج او سملاسې درملنې ته جدي اړتیا لري، دا ډول حالات اول کورنۍ او بیا ټولنه متضرره کوي. بناءً دې موضوع ته باید علماء، پوهان، استادان، خصوصا د کورنيو سرپرستان او نور جدي پاملرنه وکړي او د خواله رسنیو د کارونې روانې وضعې په اړه سلا مشورې وکړي، چې په دې اړه خصوصا په تعلیمي ادارو او عامه ولسي سطحه څه لارې چارې باید په کار ولوېږي.

لطفاً اوس موبايل یوه څنګ ته کېږده او د لیکنې له لوستلو وروسته د ځان په اړه ژور فکر وکړه، خپل ژوند، کارونه، له کورنۍ، خپلوانو، شاوخوا دوستانو او ملګرو سره اړیکې مو څنګه دي. خوب او خوراک مو څومره بدلون موندلی او په عامه توګه مو د پخوا په پرتله سوچ، فکر، مزاج او طبیعت څنګه دی. داراز اخلاق او له خلکو سره مو چلند په کومه کچه کې دی. او دا لیکنه که د نورو د ګټې وړ درته ښکاره شوه نو لایک او شیر یې کړه.