سره له دې چې ځينې مقدمې د يو کتاب برابر مواد لرلای شي، بيا هم موږ ډېری لوستونکي له مقدمې لوستلو تېرېږو او مستقيما د کتاب اصل موضوعاتو ته ورځو. د مقدمې د نه لوستلو لاملونه ښايي په لاندې ډول وي:
۱ – کله کله ليکوال او ژباړونکی د مننې دومره اوږدې ليکنې کوي، چې لوستونکی په کې ځان ته څه علمي ګټه نه ويني.
۲ – کله کله خپله مقدمه ډېره زياته اوږده وي، ان له ۳۰ تر ۵۰ مخونو رسيږي.
۳ – ځينې ليکوال او ژباړونکي د کتاب ټول تفصيل په مقدمه کې راوړي، چې د کتاب د متن خوند پيکه کوي.
۴ – د ليکوال د ځانګړي نظر لپاره د اوږدې مقدمې ليکل لوستونکی بې شوقه کوي.
۵ – کله ليکوال له مقدمې څخه د لارښوونو وړوکی کتابګوټی جوړ کړي او لوستونکی هغه څه لولي چې خوند ترې اخلي.
۶ – ځينې لوستونکي مقدمه د کتاب د غټولو بهانه ګڼي، ځکه يې نه لولي.
۷ – ځينې لوستونکي بيا د ليکوال په اړه معلومات، په ځانګړو کتابونو کې لوستل غواړي، نو د مقدمې په ډول دا معلومات نه شي لوستلای.
۸ – ځينې لوستونکي بيا دا عادت لري چې ټول کتاب ولولي، په اخر کې له مقدمې لوستلو خوند اخلي.