مير خان: د خپلې خاورې نه ساتنه عبادت ګڼمه

د پښتو ژبې ځوان او مشهور سندرغاړي مير خان د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په وياړ تازه سندره ويلې ده، چې تېره ورځ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې وويل شوه.

دا سندره چې د ملي ټلويزيون له لارې خپره شوه، د املي امنيتي ځواکونو په وياړ جوړه شوې غونډه کې نوموړي وويله، چې ولسمشر غني او نور چارواکي هم په دې غونډه کې موجود و.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ د کب په نهمه نېټه په ټول هېواد کې د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ورځ ولمانځل شوه، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ کې د دغه سترې غونډې پرته هم په ټول هېواد کې د امنيتي ځواکونو په وياړ غونډې ترسره شوې.

کاپي…