مکسيکو کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۸ تنه مړه شوي دي

‏د مکسيکو په لويديځ کې د يو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه بس موټر کې د هند او ځينو افريقايي هېوادونو ۴۲ تنه مسافر سپاره وو، چې د ياد هېواد تيجوانا سيمه کې له خپل لوري اوښتی دی.