مکسیکو کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۹۰ ته لوړ شوی

د مکسیکو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد په جنوب کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۹۰ ته لوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا زلزلې په اواخاکا ایالت کې ۷۱، په چیپاس ایالت کې ۱۵ اوپه تاباسکو کې ۴ کسان وژلي دي.

د مکسیکو جنوبي سیمې د پنجشنبه په ورځ یوې سختې زلزلې چې د ریختر په اندازه ۸عشاریه دوه ثبت شوې ده، ولړځولې.