مکسیکو کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې

د مکسیکو وراکروز نظامي اډې چارواکي وایي، چې د یکشنبې په ورځ د پولیسو او نشه یي توکو د قاچاق وړونکو ترمنځ نښته شوې ده، چې په ترڅ کې یې ۱۳ کسان وژل شوي دي. په وژل شوو کې ۶ ملکیان، ۴ پولیسان او درې قاچاق وړونکي شامل دي. دې وسله وال نښته کې شپږ کسان ټپیان شوي هم دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د تېرعیسوي کال راهیسې تر دې دمه مکسیکو کې شاو خوا ۳۴ نیم زره پېښې ثبت شوي دي، چې ډېری یې د نښتو دي.