مککین: د روسي هکرانو په اړه به ژوره څیړنه وشي

د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې د روسې هکرانو د لاسوهنې په اړه شکونه څرګند شوي دي.

د امریکا یوه مخکښ سناتور جان مککین (سي این این) ټلویزیون سره د یکشنې په ورځ مرکه کې ویلي چې که د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسي هکرانو د لاسوهنو په اړه په یوه وخت کې د څو سرچینو هم‌مهاله څېړنې پیل شي ښايي نتیجه‌يې ښه نه‌وي.

ده ویلي په ټاکنو کې دې د روسي هکرانو په اړه ژوره څیړنه وشي.

هغه دغه مسئله ډېره جدي وبلله او د یوې داسې کمېټې د جوړېدو غوښتنه‌یې وکړه چې په یوه وخت کې د سنا او د استازو د مجلسونو غړي په‌کې برخه ولري.

په پام کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د پوځي خدمتونو کمېټه د جان مککېن په مشرۍ د روسيې د هغه سایبري بریدونو او انټرنټي مداخلې په اړه پلټنې پیل کړي چې د ادعا له مخې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال ترسره شوي دي.

روسې د واشنګټن ادعاوې او نیوکې رد کړي دي.