مک ماسټر: په سیمه کې د روانو شخړو تر شا د ایران لاس دی

 

د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار ایران په سیمې کې د بې ثباتیو او نیابتي جګړو پر رامنځ ته کولو تورنوي. جنرال مک ماسټر وایې چې ایران د عراق، سوريې او یمن د بحرانونو په شمول په ټولو سیمه ایزو شخړو کې ښکیل دی. ماسټر په عراق کې د ایران لخوا د ملیشه ډلو جوړولو ته اشاره کوي او وایې چې د تهران له ملاتړ څخه برخمن وسله وال په عراق کې جګړه کوي. د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار ټینګار کوي چې د تهران د مداخلو پر ضد باید مبارزه وشي. د هغه په باور ایران ته په کار ده، چې له خپلو یادو چارو لاس واخلي او ځان له بندیزونو وژغوري. تر دې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن هم وویل، چې ایران په سیمه کې په نا امنیو او بې ثباتیو کې لاس لري. د ټېلرسن په خبره د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ هم کوي.