میانمار کې د لاریونونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر له ۳ سوو واوښت

په میانمار کې د فعالانو یوه ډله وايي چې د پوځي کودتا پر ضد د لاریونونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ واوښت. له سیاسي بندیانو سره د مرستې ټولنې چې د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د مړینو او توقیفونو جزئیات ثبتوي ویلي، چې د ۳۲۰ کسانو وژل کېدل ‌یې ثبت کړي، خو دا ټولنه وايي چې دا یوازې له دوی سره د ثبت شویو کسانو شمېره ده. د فعالانو د دې ټولنې په وینا د تلفاتو اصلي شمېر ښايي تر دې زیات وي. په برما کې د فبرورۍ د لومړۍ نېټې له کودتا وروسته چې په نتیجه کې یې د سان سوچي په مشرۍ حکومت وپرځېد تر اوسه پورې د برما په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د پوځي واکمنۍ پر ضد لاریونونه روان دي.