میانمار کې وسلوالو ډلو هوکړه کړې چې د پوځ ضد به د مدني حرکتونو ملاتړ کوي

په میانمار کې لاریونونه خونړي شوي دي چې هره ورځ شاوخوا تر شل تنو په دغو لاریونونو کې د پوځ له لوري وژل کېږي.

دې پېښو ته په غبرګون په میانمار کې د لسو وسله والو ډلو مشرانو هوکړه کړې چې د حکومت پر ضد به د خلکو له مدني حرکتونو ملاتړ کوي. دغه ډلو ویلي حکومت په لوی لاس د خلکو سوله ییز لاریون په قتل عام بدل کړي نو دوی به هم د لاریون کوونکو په ملاتړ د حکومت پر ضد وسلې ته لاس غځوي. په میانمار کې په فبرورۍ میاشت کې پوځ د حکومت پر ضد کودتا وکړه چې د خلکو له غبرګون سره مخ شوه او له هغې ورځې تر ننه په دغه هېواد کې سخت او له خونړیو پېښو ډک لاریونونه روان دي.