میتافیزیکي شاعري

انګلیسي ادبیات چې نن سبا په نړۍ کې غني ادبیات ګڼل کیږي یو علت يې دا دی چې د شاعرۍ ډېری سبکونه یا مکتبونه لري. لکه

Anglo-Saxon Poetry

Classical Poetry

Neoclassical Poetry

Romantic Poetry

Modern Poetry

او Metaphysical Poetry

له نورو ادبي سبکونو سره به تاسې اشنا يئ  لرئ چې تقریبا نږدې په هر ادب کې پېدا کیږي

خو زه غواړم تاسې ته د میتافیزیکي شاعرۍ په اړه مالومات درکړم چې دا ډول شاعري څنګه پېل شوه، خلکو څنګه درک کړه او ولې مخکې لاړه ؟

مخکې له دې چې نورې خبرې وکړم لومړی غواړم دا روښانه کړم چې میتافیزیکي شاعري د وخت او زمان محدوده نه ده بلکې دا یو فکري او فلسفي سبک یا مکتب دی چې په انګلیسي ادب کې ډېر مشهور دی دا سبک شاعري ۱۷ پېړۍ کې په انګلستان کې پېل شوه.

راځو میتافیزیک پېژنو چې میتافیزیک څه ته وایي.

میتا: په مانا له ټولنیز ژونده وراهاخوا یا روحي نړۍ

او فریکل: ظاهري نړۍ

په ساده ډول يې داسې هم تعریفولی شو

هغه څه چې د انسان افکار يې مجسم کړي خو د حقیقي نړۍ نه ورهاخوا وي یاني هغه افکاروي چې انسان فزیکي لحاظ هلته نه شي ورتلی ولې د خپلو افکارو په مټ ځانته یوه داسې نړۍ جوړوي چې له  ظاهري نړۍ سره په خورا توپير کې واقع وي. د روحاني نړۍ جوړېدو او په هغه کې د اوسېدو لپاره دا ډول شاعري کیږي. هغه شاعران چې په دغه سبک کې شاعري کوي میتافیزیکي شاعران يې بللی شو.

دا سبک شاعري ډېره مغلقه شاعري ده ځکه په دې کې داسې افکار وړاندې کیږي چې زیاتره له روحاني نړۍ سره اړخ لري او انسان نه شي کولی په ظاهري نړۍ کې جوړکړي په دا ډول شاعرۍ کې له تشبیهاتو زیاته استفاده کیږي یا ویلی شو چې د Conceit  پرنسپل نه پکې کار اخېستل کیږي چې په حقیقت کې د هغوئ خیالات یو نوی تخیل جوړویږي

لکه د جان ډن  دغه نظم د بیلګې په توګه راخلو

Mark but this flea, and mark in this,

How little that which thou deniest me is;

It sucked me first, and now sucks thee,

And in this flea our two bloods mingled be;

Thou know’st that this cannot be said

A sin, nor shame, nor loss of maidenhead,

Yet this enjoys before it woo,

And pampered swells with one blood made of two,

And this, alas, is more than we would do.

 

Oh stay, three lives in one flea spare,

Where we almost, nay more than married are.

This flea is you and I, and this

Our marriage bed, and marriage temple is;

Though parents grudge, and you, w’are met,

And cloistered in these living walls of jet.

Though use make you apt to kill me,

Let not to that, self-murder added be,

And sacrilege, three sins in killing three.

 

Cruel and sudden, hast thou since

Purpled thy nail, in blood of innocence?

Wherein could this flea guilty be,

Except in that drop which it sucked from thee?

Yet thou triumph’st, and say’st that thou

Find’st not thy self, nor me the weaker now;

’Tis true; then learn how false, fears be:

Just so much honor, when thou yield’st to me,

Will waste, as this flea’s death took life from thee.

د دغې نظم عنوان  The Flea  دی چې یو ډول وینه څښونکي حشرې نوم دی نوموړي دلته د همدغې حشرې نه کنسټ په توګه کار اخلي او خپلې معشوقې ته وايي

دغه کوچنۍ حشره ګورې

دې لومړی زما وینه وڅښله او بیا يې ستا

 

زما او ستا وینه د حشرې له وینې سره ګډه شوه  اوس موږ په حقیقت کې درې ژونده يو

نه ستا ځواني خرابه شوه نه زما نه ته شرمنده شوې او نه زه له دې حشرې سره ډېر خیال کوه دا یوه ډېره معصومه حشره ده زما او ستا مینه او همبستري د همدې حشرې په جسم کې وشوه نه ده کومه ګناه ده او نه هم د شرمندګي پام چې دغه حشره له منځه یو نه سې خو معشوقه يې ظلم کوي او هغه معصومه حشره وژني نو شاعر ورته وايي خو وګوره بیا هم تا خپل نوکان د هغه په وینه سره کړل او نه یواځې حشره دې ووژله بلکې درې ژونده دې واخېستل څومره درد چې تا له دغې حشرې له نېش خوړلو احساس کړ همدومره درد تا شاید ما سره په همبسترۍ کې احساس کړی وای… په یاد نظم کې د دوی ژوند د حشرې په وینه کې ورګډېدل او د حشرې په وجود کې اوسېدل او هلته ژوند کول ناممکن دي ولې دلته د د حشرې شتون او د هغه په وجود کې ورګډېدل یو تخیلي فکر دی او میتافیزیکي شاعري ده

د دې سبک پېژندنه د لومړي ځل لپاره سمیول جانسن  په خپل کتاب

Most Eminent English Poets کې وکړه.

په دې کتاب کې د انګلیسي ادب ۱۷ پېړۍ هغه شاعرانو یادونه شوې چې میتافیزیکي شاعري يې کوله په دغه کتاب کې تر ټولو غوره شاعر جان ډن معرفي شوی دی.

او په مسلسل ډول ورپسې

George Herbert

Andrew Marvell

Richard Crashaw

Henry Vaughan… معرفي شوي.

میتافیزکي شاعرۍ کې هغه فلسفي سوالونه راپورته کیږي چې حقیقي نړۍ سره اړخ نه لګوي او اکثره وخت ساینس يې هم له جوابه معزورپاتې کیږي.

د  دغه سبک شاعران په خپله شاعرۍ کې د خدای د شتون په هکله ګڼې پوښتنې راولاړوې چې پرې پوهېدل یو څه ستونزمن وي ځکه دوی زیاتره په مینه، خدای، روحانیت، او مذهبي پوښتنو تکیه کوي.

جان ډن  د میتافیزیکي سبک شاعرۍ بنسټ اېښدونکی پېژندل شوی دی نوموړی نه یواځې دا چې شعر يې لیکه بلکې یو ښه مبلغ او سیاسي رهبر هم وو.

که تاسې د نوموړي شاعري په غور ولولۍ نو د زیرک او پوهه وکیل پڅير به درته ظاهر شي.

جان ډن  او نورو شاعراونو په ۱۷ مه پېړۍ کې میتافیزیکي شاعري کوله خو په حقیقت کې دوی نه پوهېدل چې کوم سبک شاعري کوي بیا په ۱۸ مه پېړۍ کې سمیول جانسن چې کله خپل کتاب ولیکه نو خلکو ته د دوې دغه مجهوله شاعري روښانه شوه او نوي نسل ته يې د میتافیزیکي شاعري وروپېژندله.