میدان وردګو کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي ادعا لري، چې وسله والو طالبانو تېره جمعه د دې ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه قومي مشر په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

خو طالبان دا ادعا ردوي او وایي، پېښه یوې دولتې پوستې ته څېرمه شوې چې دوی پورې هیڅ تړاو نلري.