میدان وردګ: په چک کې د مڼې ګل مشاعره وشوه

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې له کلونو وروسته د لومړی ځل لپاره د دغه ولسوالۍ د شاعرانو،لیکوالانو او د شعر او ادب د مینه والو په ګډون د مڼې ګل مشاعره وشوه.

یاده مشاعره،چې د چک ولسوالۍ په لنګر سیمه کې جوړه شوې وه،د چک ولسوال محمدهاشم پکې خوښي ښکاره کړه،چې له کلونو وروسته یو ځل بیا په چک ولسوالۍ کې فرهنګي غونډه جوړه شوه.

 . ده له شاعرانو څخه غوښتنه وکړه،چې هڅه دي وکړي، خپل شعرونه د سولې،پسرلي او نورو ناخوالو د مخنیوي په موخه ولیکي،ترڅو د ستونزو په له منځه وړلو کې دوی هم د شعر په ژبه ونډه اخیستي وي.

وروسته په یاده ولسوالۍ کې ګڼ شمېر میشتو شاعرانو خپل شعرونه ګډونوالو ته ووېل،چې په کې اوریدونکو ته د مڼې د ارزښت،د نا امنیو د له منځه وړو،د امنیتي ځواکونو ستاینې او د سولې راتګ پيغامونه ورکړل شوي وو.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار وویل له دغه مشاعرو جوړولو څخه مو موخه په ولسوالیو کې یو ځل بیا فرهنګي غونډې را ژوندۍ کول دي .

ده زیاته کړه، ډېر ژر به په سیداباد او نرخ ولسوالیو کې هم د مسؤلینو له لورې ورته مشاعرې جوړي شي،چې له هغې وروسته به د ولایت په کچه د مڼې ګل عمومي مشاعره په مرکز میدان ښار کې وشي.