میشل عون د لبنان هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو

د لبنان پارلمان د دې هېواد د وسله والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز میشل عون د ولسمشر په توګه غوره کړ.

میشل عون چې حزب الله یې ملاتړ کوي د پارلمان له ۱۲۷ غړو د ۸۳ رایو په ترلاسه کولو تر بریا ورسید او رسمآ ددغه هېواد د ولسمشر په توګه  وټاکل شو.

په لبنان کې د قدرت د ویش د موافقې له مخې ولسمشرۍ مقام د عیسويانو، د صدراعظم څوکۍ د سني مسلمانانو او د پارلمان د مشر څوکۍ د شیعه مسلمانانو برخه ده.

د لبنان د جمهوري ریاست څوکۍ په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې د میشل سلیمان دوره پای ته ورسېده، تشه وه، ځکه د پارلمان غړي د نوي ولسمشر په غوره کولو توافق ته سره نه رسیدل.